سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 117

د سعودي عربستان د دفاع وزیر:ریاض د پاکستان سره ستراتیژیکې دفاعي اړیکې پیاوړې کوي

0

د سعودي عربستان د دفاع وزیر، خالد بن سلمان، ویلي دي چې هېواد یې د پاکستان سره قوي او ستراتیژیکې دفاعي اړیکې لري.

نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د پوځ د مشر، فیلډ مارشل عاصم منیر، سره د لیدنې پر مهال کړي.

خالد بن سلمان زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه په ګډه هڅې کوي څو د نړیوالې سولې او امنیت د خوندي کولو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي، او دا هڅې به د دواړو هېوادونو د ګډو ملي او سیمه‌ییزو ګټو په خدمت کې وي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې سعودي عربستان د پاکستان سره په دفاعي او ستراتیژیکو همکاریو کې ژمن دی او غواړي دغه اړیکې لا پیاوړې شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د طالبانو حکومت پر وړاندې بندیزونه یو کال نور هم وغځول

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د طالبانو حکومت پر ضد د بندیزونو د څار ټیم ماموریت د یو کال لپاره نور هم وغځاوه.

له دې پرېکړې سره به د طالبانو حکومت یو کال نور هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو لاندې پاتې شي.

د شورا ټولو ۱۵ غړو د ۱۹۸۸م پریکړه‌لیک د دوام ملاتړ کړی او د ځینو طالب مشرانو د سفر معافیت هم ونه غځول شو.

د دې پریکړه‌لیک مسوده امریکا چمتو کړې وه.

د طالبانو حکومت مخکې د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه؛ خو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او د ټول‌ګډونه حکومت نشتون د دې لامل شوی چې بندیزونه پر خپل حال پاتې شي.

تسلیمه نسرین:د جماعت اسلامي بریا به بنګله‌دېش په دوهم افغانستان بدل کړي

0

بنګله‌دېشۍ لیکوالې او فعالې تسلیمه نسرین خبرداری ورکړی چې که جماعت اسلامي په روانو ټاکنو کې واک ته ورسېږي، په هېواد کې به ډیموکراسي پای ته ورسېږي او دیني حکومت به حاکم شي.

هغې ویلي چې په داسې حالت کې به لږکي او ښځې له سختو محدودیتونو او ځورونې سره مخ شي او هېواد به د افغانستان په څېر وضعیت ته ولاړ شي.

نسرین هیله څرګنده کړې چې جماعت اسلامي به بریالی نه شي او ټینګار یې کړی چې هر راتلونکی حکومت باید د ډیموکراسۍ، بیان ازادۍ، د ښځو او بشري حقونو ساتنه وکړي.

په ورته وخت کې، راپورونه وایي چې ټاکنې تر ډېره سوله‌ییزې وې، خو په ځینو سیمو کې ګډوډۍ، د رایو د اخیستو ادعاوې او نښتې هم شوې دي.

روانې ټاکنې د بنګله‌دېش د سیاسي راتلونکې لپاره مهمې بلل کېږي.

بنګله‌دېش کې پارلماني ټاکنې؛د BNP او جماعت اسلامي تر منځ نږدې سیالي رامنځته شوې

0

الجزیره وایی چې د ۳۵۰ څوکيو لپاره نن په بنګله‌دیش کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې.

د الجزیرې په وینا، د طارق رحمان په مشرۍ د بنګله‌دیش ملي ګوند (BNP) او د شفیق‌رحمان په مشرۍ د ۱۱ ګوندیز جماعت اسلامي اتحاد تر منځ نږدې سیالي رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، ټاکنې په عمومي ډول سوله‌ییزې وې، خو د ځینو سیمو راپورونه د جعلي رایو او د رایه ورکوونکو ځورونې څرګندوي، چې جماعت اسلامي په درې حوزو کې د بیا ټاکنو غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې نږدې ۱۲۷ میلیونه وګړي د رایې ورکولو لپاره ثبت شوي، چې له دې جملې پنځه میلیونه وګړو تر دې مهاله رایه ورکولو کې ګډون کړی.

راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د ماسپښین په ۲ بجو د ګډون کچه شاوخوا ۴۸ سلنه وه.

په ورته وخت کې د بنګله دېش د لنډمهاله حکومت مشر محمد یونس د ټاکنو ستاینه کړې او له ګوندونو یې وغوښتل چې د پایلو له اعلان وروسته د ډیموکراسۍ اصولو ته ژمن پاته شي.

همدا رنګه، د اروپایي ټولنې ۹۰ څارونکو، د ټاکنو شفافیت څارلی دی.

په داسې حال کې چې د عوامي لیګ ګوند برخه اخیستنه منع شوې ده، د دغه ټاکنو اصلي پایله به د طارق رحمان او شفیق‌رحمان تر منځ سیالي وټاکي.

کرملین؛په روسیه کې د واټساپ اپلیکیشن وتړل شو

0

د روسیې حکومت په رسمي ډول اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د واټس‌اپ پیغام‌رسوونکي اپلیکیشن فعالیت بند شوی دی.

کرملین وایي، دا پرېکړه وروسته له هغې عملي شوه چې یاد اپلیکیشن د روسي قوانینو له پلي کولو انکار وکړ.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، دا اقدام د ملي امنیت او سایبري حاکمیت د ساتنې په موخه شوی او له دې مخکې هم خلکو ته خبر ورکړل شوی و، خو د واټس‌اپ اصلي شرکت «میټا» دغه بندیز سیاسي فشار بولي او وایي، مسکو غواړي کاروونکي دې ته اړ کړي چې له دولتي څار لاندې پیغام‌رسوونه وکاروي.

میټا خبرداری ورکړی چې د شخصي او کوډ شويو اړیکو بندول د خلکو ډیجیټلي ازادي کمزورې کوي.

له بلې خوا، د ټیلیګرام بنسټګر پاول دورف هم دا اقدام غندلی او ویلي یې دي چې د اړیکو محدودول د ستونزو حل نه، بلکې د سانسور پراخول دي.

د طالبانو حکومت:هیڅوک حق نلري چې غیر له اجازې د جېمر دستګاوې نصب کړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت د جېمر دستګاوو د وېش او کارونې لپاره رسمي لارښود تصویب کړی چې له مخې یې، ټولې ادارې، شرکتونه او اشخاص چې غواړي په خپلو وسایطو کې د جېمر دستګاوې نصب کړي، اړ دي چې د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجنیرۍ ریاست ته مراجعه وکړي او رسمي جواز ترلاسه کړي.

وزارت ټینګار کړی چې هر ډول جواز، استعلام یا لیک چې د یادې مرجعې له لوري نه وي صادر شوی، قانوني اعتبار نه لري.

ریچارډ لینډزي:ازادې رسنۍ د افغانانو د غږ د رسولو لپاره حیاتي رول لري

د افغانستان لپاره بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي د افغانستان د خپلواکو رسنیو له استازو سره په یوه انلاین ناسته کې ویلي، چې رسنۍ د هېواد دننه او بهر د افغانانو د غږ د رسولو لپاره بنسټیز رول لري.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د رسنیو ترمنځ ګډ کار کولای شي د افغانانو غږ نړیوالو ته ورسوي او د ټولنې ستونزې په اغېزمن ډول منعکس کړي.

لېنډزي زیاته کړې، چې د بیان ازادي د یوه خوندي، ټول‌شموله او سوکاله افغانستان لپاره اساسي ارزښت لري او پرته له ازادو رسنیو د ټولنې پرمختګ ناشونی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او ګڼ خبریالان د فعالیت له ستونزو سره مخ دي.

پاکستان؛چلاس کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر د ځمکني ماین چاودنې له امله ۵پوځیانو ته مرګ ژوبله اووښتې

0

د دیامر ولسوالۍ د تانګر په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د ګزمې یو موټر نن د سړک په څنډه د نصب شوي بم تر برید لاندې راغلی چې د موټر چلوونکی یو سرتیری پکې ځای په ځای وژل شوی او څلور نور مرګوني ټپیان شوي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، پېښه د معمول ګزمې پر مهال رامنځته شوې او د بم چاودنې موټر په مجموعي توګه له منځه وړی.

طاهر اندرابي:پاکستان کې روانه ناکراري او د وسله والو ډلو فعالیتونه له جدي سرخوږي سره مخ کړي یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي یو ځل بیا ویلي، د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یو شمیر وسله والې ډلې په افغانستان کې شتون لري.

ښاغلي اندرابي ویلي وروستۍ ناامنۍ او دغه وسله والې ډلې دغه هیواد لپاره په جدي سرخوږي بدل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلې اونیزې خبرې ناستې کې د طالبانو حکومت تورن کړ چې ګڼو ناقانونه وسله والو ډلو ته یې پناه ورکړې.

طاهر اندرابي زیاته کړه، پاکستان به دا راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو هېوادونو سره شریک او تعقیب کړي، څو د سیمې پر امنیت د دې ډلو د اغېزو په اړه جدي ګامونه واخیستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دا ډول تورونه او ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې دغه هیواد باید د خپلو امنیتي ناکامیو مسولیت په افغانستان نه اچوي.

په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال په ګډون د داعش یو شمیر لوړپوړي قوماندانان او غړي د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

د امریکا د خزانې وزیر:ایراني چارواکي یوازې د زور په ژبه ډېر ښه پوهېږي

0

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي، چې د ایران پر وړاندې د واشنګټن دریځ لا هم سخت دی او د فشار ټولې لارې پرانیستې دي.

بسنت د فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جنګ وزیر پیت هګسټ د ایران پر لور د پوځي تجهیزاتو د لېږد پرېکړه کړې او حکومت یې د بېلابېلو انتخابونو ارزونه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې ټرمپ باور لري له ایران سره د یو ښه تړون امکان شته، خو دا به په دې پورې تړلې وي چې تهران څومره نرمښت ښيي.

د امریکا د خزانې وزیر د ایران چارواکي تورن کړل چې یوازې «د زور په ژبه» پوهېږي او ویې ویل، چې واشنګټن د اقتصادي بندیزونو، مالي فشار او پوځي ځواک له لارې د اعظمي فشار سیاست عملي کړی او دوام به ورکړي.

بسنت همدارنګه وویل، چې امریکا د ایراني چارواکو بهرنیو شتمنیو ته څارنه کوي او که اړتیا شي، دا پیسې به د ایران خلکو ته وسپارل شي.