د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د سیمې څلور اړخیزه ډله (روسیه، چین، ایران او پاکستان) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره تعامل زیات کړي، تر څو د سیمې او نړیوال ثبات د ټینګښت لامل شي.
دغه ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیامې غونډې په څنډه کې د روسیې په ابتکار ترسره شوې وه.
زاخاروا ویلي چې څلورو هېوادونو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه پر خپلو اندېښنو خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې باید هر اړخیز سیاسي نظام رامنځته شي.
نوموړې زیاته کړې په دې غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو د ښځو او نجونو پر زدهکړې، اقتصادي فرصتونو، کار، عامه ګډون او د تګ راتګ ازادۍ محدودول د سولې او ثبات پر وړاندې لوی خنډ بللی.
د زاخاروا په خبره، غونډه کې د امریکا د پوځي اډو د جوړېدو مخالفت شوی او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید یو خپلواک، سولهییز او له جګړې، ترهګرۍ او نشهيي توکو څخه پاک هېواد وي.