جمعه, سپتمبر 26, 2025
Homeافغانستانراپورونه:په امریکا او کندهار کې د محرمو پوځي غونډو د جوړېدو خبرونه...

راپورونه:په امریکا او کندهار کې د محرمو پوځي غونډو د جوړېدو خبرونه خپاره شوي

واشنګټن پوسټ لیکلي چې د امریکا د جګړې وزیر راتلونکې اونۍ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د سلګونو جنرالانو او د سمندري ځواک د افسرانو یوه محرمه ناسته رابللې ده.

واشنګټن پوسټ زیاته کړې چې دا غونډه به د ویرجینیا په کوانټیکو سمندري اډه کې ترسره شي او شاوخوا ۸۰۰ تنه ورته بلل شوي دي.

که څه هم د غونډې اجنډا تر اوسه روښانه شوې نه ده، خو امریکايي رسنۍ وایي چې د افغانستان په اړه د بګرام هوايي اډې موضوع بیا توده شوې ده.

په ورته وخت کې، العربیه راپور ورکړی چې په نږدې ورځو کې په کندهار کې هم د بګرام د موضوع په تړاو یوه محرمه غونډه پلان شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here