د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، سیمهییز امنیت او د تروریزم پر ضد د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په دې لیدنه کې حاضر وو.
شهباز شریف د ټرمپ د سولې هڅې وستایلې او هغه یې “د سولې سړی” وباله.

نوموړي وویل، د ټرمپ منځګړیتوب د هند او پاکستان ترمنځ د مې میاشتې څلور ورځني پوځي نښتې پر مهال د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله.
شهباز شریف ټرمپ ته د پاکستان د رسمي سفر بلنه ورکړې او د هغه د نوښت ستاینه یې کړې چې د اسلامي نړۍ مشران یې نیویارک ته بللي څو د غزې جګړې د ختمېدو او د منځني ختیځ د سولې په اړه خبرې وکړي.
شریف، امریکايي شرکتونه هڅولي چې د کرنې، ټکنالوژۍ، انرژۍ او کانونو په برخو کې په پاکستان کې پانګونه وکړي.