د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ۴۳م پودکاسټ کې ویلي چې په افغانستان کې میراثي سیسټمونه د هېواد ستونزو ته د حل لار نه شي کېدای.
هغه ټینګار کړی چې د خلکو پر بنسټ نظامونه او د جرګې دود کولی شي دایمي او با ثباته حل وړاندې کړي.
ښاغلي غني ویلي چې سیاسي مرکزیت د اقتصادي مرکزیت پرته نه شي پاتې کېدای او باید د صلاحیتونو روښانه وېش د مرکز او ولایتونو ترمنځ وشي، ځکه ډېر تمرکز یا بېمرکزيتوب د ناکامیو سبب شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې کله ځینې والیان اوږد مهاله په واک کې پاتې شي، د مرکزي حکومت پر ضد د بغاوت یا د بېلتون فکر کوي.
غني د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه د سیاسي او اقتصادي ثبات نشتوالی بللی او ویلي چې بېنظمي، نفاق او د اصولو نه شتون د هېواد د ناکامیو اصلي لاملونه دي.