میډل ایست فروم په یوه تحلیل کې لیکلي چې د ایران مشر علي خامنهای د اسرائیل پر وړاندې د جګړې په اړه د خپلو وروستیو څرګندونو له مخې ځان د نظام په بقا ډاډه ګڼي.
دغه راپور وایي، خامنهای جګړه د رژیم د دوام یوه آزموینه ګڼي او ځان د هغو کسانو په وړاندې سم بولي چې د اصلاحاتو یا جوړجاړي غوښتونکي دي.
تحلیل زیاتوي، که څه هم رژیم لا هم په خلکو او حتی دننه حاکمیت کې ډېر پلویان نه لري؛ خو د خامنهای ډاډ تر هغو پورې نه بدلېږي څو د نظام یا د ده د ژوند لپاره جدي ګواښ رامنځته نه شي.