دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستانمولوي عبدالکبیر:د تورخم دروازې تړل، جګړه او تاوتریخوالی د ستونزو حل نه‌...

مولوي عبدالکبیر:د تورخم دروازې تړل، جګړه او تاوتریخوالی د ستونزو حل نه‌ دی

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستاني دیپلومات عبیدالرحمان نظاماني سره په لیدنه کې ویلي، چې د تورخم دروازې تړل، جګړه او تاوتریخوالی د ستونزو حل نه‌ دی.

مولوي کبیر ټینګار کړی، چې د تورخم دروازې د بندېدو له امله د دواړو خواوو سوداګرو او مسافرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي او باید دا لار ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت د ګاونډیو هېوادونو لپاره ستونزې نه جوړوي، بلکې غواړي له ټولو سره ښې اړیکې ولري او همکاري پراخه کړي.

هغه له پاکستان او ایران غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره دې انساني، اسلامي او د نړیوالې کډوالۍ اصولو مطابق چلند وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here