د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر، ګیدعون ساعر وایي، چې اسراییل د اوربند دوهم پړاو ته د تلو لپاره چمتو دی، خو د دې پړاو د عملي کېدو اساسي شرط د غزې بشپړ غیرنظامي کول او د برمته شویو کسانو بېرته ستنیدل دي.
هغه په اورشلیم کې یوې خبري ناستې ته وویل: “موږ د دوهم پړاو لپاره هېڅ توافق نه لرو. موږ د غزې بشپړ غیرنظامي کول غواړو – حماس او اسلامي جهاد باید له منځه یووړل شي – او زموږ برمته شوي کسان باید بېرته راستانه شي. که دوی له دې شرایطو سره موافق وي، موږ سبا د دوهم پړاو پلي کول پیلولی شو.”
د ساعر په وینا، د اسراییلو حکومت چمتو دی چې د اوربند د توافق دوهم پړاو عملي کړي، چې پکې د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل او د ټولو ژوندي برمته شویو کسانو خوشې کېدل شامل دي.

