د ایران د ولسمشر مرستيال جواد ظریف ته نږدې سرچینې وایي، نوموړي له خپلې دندې استعفاء کړې.
تسنیم خبرې اژانس لیکلي جواد ظریف د ایران د قانون له مخې پدې دنده کې په غیر قانوني ډول کار کوي.
که څه هم له دولتي دندې د نوموړي استعفاء کومه نوې خبره نده خو ډیری ایرانیان ښاغلی ظریف یو ښه ډیپلومات بولي او په دولت کې یې شتون ګټور بللی.
جواد ظریف څوځلې د ایراني ولسمشرانو روحاني او پزشکیان ته د خپلو تیرو دندو له امله هم استعفاوې وړاندې کړې وې.

