د بریتانیا لومړي وزیر کییر استارمر ویلي، چې بریتانیا او فرانسه د یو ګډ پلان پر جوړولو کار کوي، ترڅو د روسیې او اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي، او له چمتو کولو وروسته به یې امریکا ته وسپاري.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، استارمر چې په لندن کې د زیلنسکي کوربه و، د بيبيسي ته په مرکه کې وویل: «بریتانیا، فرانسه، او ښايي یو یا دوه نور هېوادونه، د اوکراین سره یو ځای د جګړې د درولو پر طرحه کار کوو او وروسته به یې له امریکا سره شریکه کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ لفظي شخړه هم وشوه او له هغه وروسته زیلنسکي لندن ته لاړ.

