د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وايي، چې ټرمپ د زیلنسکي پر وړاندې له احتیاط کار واخیست او فزیکي چلند یې ونه کړ.
نوموړې ویلي، دا د زیلنسکي تر ټولو لوی دروغ وو، چې ویلي وو، هېواد یې په ۲۰۲۲ کال کې له هر ډول مالي ملاتړ پرته جګړه وکړه.
د زاخاروا په خبره، دا چې ټرمپ او جيډي ونس د هغه پر وړاندې فزیکي چلند ونه کړ؛ نو د احتیاط معجزه باید وبلل شي.
د یادونې ده، چې سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ، د هغه د مرستیال او زیلنسکي ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه، چې له کبله یې زیلسنکي له سپینې ماڼۍ څخه له خبري کنفرانس پرته ووت.

