لیکوال: حبیب خان توتاخیل
د افغانستان د ماتې او سقوط درې کاله پوره شو، له هغې ورځې تر اوسه په افغانستان کې څه پيښ شوي؟
د هغه هېواد څه پاتې دي چې یو وخت یې د پرمختګ، هیلو او آزادۍ خوبونه لیدل؟
د اصلاحاتو پر ځای، طالبانو د ملت جوړونې ټولې هېلې وژني.
- طالبانو د ملاکراسي نظام جوړ کړی، غیرطالبان او غیرپښتانه یې له واکه لرې کړي او په هېواد کې یې قومي ویش ته لمن وهل پيل کړي
په دوحې کې د امریکا او طالبانو له تړون وروسته له افغانستان اته میلیونه خلکو کډوالي کړې ده چې دا د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۲۰ سلنه خلک کیږي. دا هم په داسې حال کې چې ټولې پولې بندې دي، پاسپورټونه نشته او د نورو هیوادونو وېزې ډېرې په سختۍ اخستل کیږي.
- د طالبانو لخوا د نجونو پر تعلیم بندیز میلیونو ځوانې نجونې او ښځې له زده کړو څخه بې برخې کړې دي.
- اقتصادي سقوط بېوزلي زیاته کړې او د ۴۰ میلیونو خلکو ۹۰٪ یې تر اغیز لاندې راوستي دي.
- افغانستان د نړیوالو جهادیانو لپاره یو خوندي پټنځای ګرځېدلی دی. د القاعده مشر ایمن الظواهري د طالبانو تر واک لاندې په کابل کې ووژل شو.
- ښځې له ډېرو کارونو څخه منع شوې دي، او په ټولنه کې د میرمنو فعالیتونه د نشت په حساب دي.
- د طالبانو د عمومي بخښنې له اعلانولو سره سره، غچ اخیستنې او انتقام دوام لري. د پخوانیو ملي امنیتي ځواکونو غړي لاهم په نښه کېږي.
- طالبانو د یو بشپړ نسل د توندلاري کولو بهیر پیل کړی دی. په ټول هیواد کې ېې ګڼ شمیر مدرسې جوړې کړې او نورې هم جوړوي.
- نړیوالې انزوا: هېڅ یوه هېواد تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د طالبانو بیرته راتګ افغانستان په ټولو ډګرونو کې له نړېوالې انزوا سره مخ کړی.
.
- لوږې، بېوزلي، بېکاري، او د طبیعي پېښو ناسم مدیریت د خلکو ستونزې لا هم زېاتې کړې.
- طالبانو د جبري حجاب پالیسي پلي کړې، چې شخصي ازادي او هویت یې محدود کړي دي.
- د ښځو پر سفر محدودیتونو میرمنې لا زیاتې د انزوا خوا ته کړې دي.
- د ښځو چارو وزارت په امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت بدل شوی دی.
- رسنۍ ډېرې ټېنګې سانسور شوېدي او د موسیقۍ او سیاسي فعالیتونو بندیزونه د خلکو د غوښتنو خوله وربنده کړې ده.
ډېری خبریالان، فعالان او هنرمندان شکنجه شوي او نیول شوي دي، او ډېری شخصي رسنۍ له منځه تللې دي.
- طالبانو په خلکو په زور لمنځونه پیل کړيدي چې دا له مذهبي او فردي ازادیو ښکاره سرغړونه ده.
له دری کلونو راهېسې د ټولو په فکر کې دا پوښتنه ده چې دا وضیعت به تر کومه دوام کوي؟ له دې ټول ظلم او جبر لاندې د ملت زړه لا هم درځیږي خو د خپلواکۍ، بشپړې سولې، عدالت او ملت ژغورنې هېلې په مړاوې کیدو دي. د افغانستان ولس باید په روانو ناخوالو سترګې ړندې نه کړي او د خلکو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي او له هغه خلکو سره پیوستون او ملاتړ اعلان کړي چې تر اوسه د افغانستان د خپلواکۍ خوبونه ويني او په دې خاوره د افغانستان د ښځو او سړیو لپاره په سوله، سوکالي او پت کې ژوند تیرول غواړي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.