چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهد سوریې او افغانستان د حالت پرتله؛جیوپولیټیکي او جیو ستراتیژیکې پایلې

د سوریې او افغانستان د حالت پرتله؛جیوپولیټیکي او جیو ستراتیژیکې پایلې

لیکوال : احمدشاه انګار
سریزه

د سوریې او افغانستان ترمنځ پرتله، په ځانګړې توګه د طالبانو او حیات تحریر الشام (HTS) ترمنځ، ډیری وختونه د جیوپولیټیکي، ستراتیژیکو، او استخباراتي توپیرونه له پام کې نیولو پرته ترسره کیږي. ځینې منتقدین پوښتنه کوي چې ولې طالبان، چې د دوی په وینا د اسلامي حکومت مشري کوي، د سوریې د HTS په څېر عمل نه کوي. خو دا پرتله ناسم ده، ځکه چې د دواړو شخړو تر شا نړیوالې ګټې، سیاسي موخې، او استخباراتي ستراتیژۍ بېلابېلې دي.

جګړه، د نړیوالو اړیکو په چوکاټ کې، د احساساتو یا شخصي انګیزو پر بنسټ نه، بلکې د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره یو وسیله ده. لکه څنګه چې امریکايي پوه جان میرشایمر (The Israel Lobby and U.S. Foreign Policy) کتاب کې یادونه کړې، د بوش دوکتورین او د “شر محور” (عراق، سوریه، او ایران) دښمن اعلان، یوازې د امریکا تګلاره نه وه، بلکې د اسرائیل د ستراتیژیکو ګټو تر اغېز لاندې وه.

دا مقاله د سوریې او افغانستان د شخړو ترمنځ اساسي توپیرونه څېړي، د دوی جیوپولیټیکي او جیوستراتیژیک ارزښتونه تحلیلوي، او دا ارزوي چې ولې د افراطیت او رژیم د بدلون بیلابیلې کیسې د دواړو هېوادونو لپاره طرحه شوي دي.

سوریه؛ د رژیم د بدلون ستراتیژیک دلایل
د سوریې حکومت او د دې ستراتیژیک موقعیت

د بشار الاسد تر مشرۍ لاندې، سوریه د اسرائیل یو قوي مخالف و او درې جګړې یې ورسره کړې وې. سربېره پردې، سوریې له ایران او روسیې سره نږدې اړیکې درلودې، چې دا یو جیوپولیټیک محور و چې د اسرائیل، سعودي عربستان، او متحده ایالاتو امنیتي ګټو ته مستقیم ګواښ و.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ۲۰۱۷ کال کې د چاتم هاوس ته په وینا کې وویل چې ایران د خپلو نیابتي ډلو له لارې په منځني ختیځ کې یو “امپراتوري” جوړه کړې او اسرائیل یې محاصره کړی. هغه واضح کړه چې اسرائیل به دا جیوپولیټیکي حقیقت ونه زغمي. دا لیدلوری د اسرائیل او امریکا د بهرني سیاست موخې وټاکلې، چې اساسي هدف یې د اسد د رژیم له منځه وړل وه ، ترڅو د ایران نفوذ ضعیف کړي.

جګړه د رژیم د بدلون لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شوه، د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، امریکا، اسرائیل، او د دوی سیمه ‌ییزو متحدینو – په ځانګړي توګه سعودي عربستان او ترکیی – بېلابېلې وسله‌ والې ډلې جوړې کړې، څو سوریه بې‌ ثباته کړي. دې ډلو ته اسلامي سختدریځي عناصر ورزیات شول، چې وروسته د HTS او داعش په څېر جوړښتونه ترې رامنځته شول.

د دې پالیسۍ تر شا اساسي حساب دا و: د سوریې دولت کمزوری کول، ترڅو دا د ایران او روسیې قوي متحد پاتې نشي.

د سخت دریځو ډلو د روایت بدلون

کله چې د سوریې دولت له منځه یوړول شو، د سختدریځو ډلو رول بدل شو. احمد الشرع، چې پخوا د داعش قوماندان و او د زرګونو ښځو د غلامولو، جنګي جنایتونو، او ډله‌ییزو وژنو مسؤل و، ناڅاپه خپل دریځ بدل کړ. هغه ځان “د ښځو د حقونو ملاتړی” معرفي کړ، طالبانو ته یې انتقاد وکړ، او ویې ویل چې د طالبانو پالیسۍ د افغان کلتور برخه ده، چې دا خبره مطلق غلطه ده او د واقعت څرګندونه نه کوي ، ځکه که په افغانستان کې د طالبانو کړنې د افغان کلتور برخه وي، نو بیا ویلای شو چې په عراق او سوریه کې چې همدا ابو محمد الجولاني د مختلفو قومونو ښځې مینځې کړي او په بازارونو کې يې پلورلې هغه هم د عربو او د دې هیوادونو فرهنګ وو ، حال دا چې دا خبره حقیقت نه لري ، ځکه هلته هم د افراطیت کارول یوه استخباراتي ستراتيژي‌ وه او افغانستان کې هم چې طالبان څه کوي استخباراتي ستراتیژي ده ، هلته چې ماموریت ختم شو همدا جبهه النصره او داعش په هیت تحریر الشام بدله شوه او خپل وحشت او افراطیت يې ختم کړ، لکه کلونه مخکې چې افغانستان کې د مجاهدینو ماموریت ختم شو او اکثره مجاهدینو ږیرې و خرولې او غربي لباسونه يې په تن کړل ، لکه احمد الشرع ځانونه يې دموکراتان معرفي کړل او د هغه مخکې يې کابل او نورو ولایتونو کې د ښځو پر مخ تیزاب شیندل .

اصلي خبره دا ده چې دا بدلون د عقیدوي اصلاح نتیجه نه وه، بلکې د بدلېدونکي جیوپولیټیک وضعیت یو انعکاس و. کله چې افراطیت خپل هدف ترلاسه کړي، د دې مشران خپل دریځ ته تغیر ورکوي، ترڅو له نوو جیوپولیټیکي حقایقو سره ځانونه عیار کړي. دا په یاد ولرئ هر کله چې په افغانستان کې استخباراتي او جیو پولیټیک هدفونه تر لاسه شي ، همدا طالبان به د احمد الشرع او مجاهدینو په څیر و ګورئ چې خپل شکلونه او حرکتونه بدل کړي،‌ ځانونه به عصري ښيي،‌ لکه د دوحې مذاکراتو ته چې یو لړ طالبانو خپلې څیرې بدلې کړې وې.

ولې افراطیت په سوریه کې دوام ونه موند؟

د سوریې د دولت ړنګول د جګړې اساسي هدف و، په سوریه کې د دې افراطي ډلو رامنځته کول د دې لپاره وه چې هلته خلک د سوريې د دولت پر ضد را پورته کړي‌ څو د سوریې دولت را چپه کړي، کله چې دا هدف ترلاسه شو، د سختدریځو ډلو اړتیا هم ختمه شوه. برعکس، د افغانستان وضعیت د اوږدمهاله بې ‌ثباتۍ ته ښکار ده ، نو ځکه افراطیت هلته دوام لري. ،همداسې یوه ستراتیژي‌ د سړې جګړې په وخت کې د سردار داؤد خان په وخت کې پاکستان کې پیل شوه او د ډاکتر نجیب الله د دولت په سقوط منتج شوه او بیا د جمهوري دولت د چپه کېدو لپاره هم ددې ستراتيژۍ څخه کار واخیستل شو او تر اوسه لا دوام لري .

افغانستان؛ د کنټرول شوې بې‌ ثباتۍ ستراتیژیک اړتیا
د افغانستان جیوپولیټیک اهمیت

افغانستان یو ځانګړی جیوپولیټیک موقعیت لري، چې د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ پروت دی. دا له چین، ایران، او د پخواني شوروي له جمهوریتونو سره پوله لري، چې دا د نړیوالو قدرتونو لپاره یو مهم سیمه‌ ییز مرکز جوړوي.

متحده ایالاتو د “آسیا محورPivot of Asia ” ستراتیژي جوړه کړې، چې هدف یې د چین او روسیې مخنیوی دی. که افغانستان باثباته شي، نو د چین د یو کمربند، یوه لار (BRI) پروژه به وده ونه کړي، او د روسيي لپاره به هم سرخوږی جوړ کړي. د دې مخنیوي لپاره، په افغانستان کې د کنټرول شوې بې‌ثباتۍ ساتل د امریکا د ستراتیژیکو ګټو برخه ده.

د امریکا پخوانی د ملي امنیت سلاکار ژبیګنیو پرژنسکي په خپل کتاب د شطرنج ستره تخته کتاب کې لیکلي چې افغانستان په ۲۱تمه پیړۍ کې یو ځل بیا هم د سترو قدرتونو د ستراتيژيکو سیالیو مرکز دی او که امریکا غواړي خپل ستراتيژيک رقیبان لکه روسیه او چین ووهي ، بهترین جیو ستراتيژيک موقعیت د نباتي جګړې لپاره افغانستان دی.‌

د افراطیت په پراخولو کې د طالبانو رول

په سوریه کې، سختدریځي د یوې مؤقتې وسیلې په توګه وکارول شوه، خو په افغانستان کې لا افراطیت خپلې موخې ته نه دی رسېدلی. د طالبانو حکومتدارۍ ماډل ایدیولوژیکه القاح (indoctrination) دی، ترڅو راتلونکي نسلونه جګړې ته چمتو کړي‌.

طالبان یو داسې سختدریځ اسلامي نظام ترویجوي، چې د اوږدمهاله بې ‌ثباتۍ لامل کیږي. دا د افغانستان د کلتور نتیجه نه ده، لکه څرنګه چې ځینې منتقدین وايي، بلکې دا یوه استخباراتي ستراتیژي ده، چې موخه یې جګړه اوږدول دي.

ولې په افغانستان کې افراطیت ته وده ورکول کیږي؟

برعکس د سوریې، چیرې چې سختدریځي یوازې د رژیم د بدلون لپاره کارول شوې، افغانستان یو اوږدمهاله ستراتیژیکه شتمني ده. د افراطیت شتون د دې تضمین کوي ​​چې افغانستان د چین او روسیې لپاره یو امنیتي ګواښ پاتې شي.

سربېره پر دې، متحده ایالاتو او متحدینو یې تل افغانستان د خپلو مخالفینو پر ضد د جګړې د ډګر په توګه کارولی. د سړې جګړې پر مهال، افغانستان د امریکا لپاره د شوروي اتحاد پر ضد یو مهمه جبهه وه. نن، افغانستان د چین د پراخېدونکي نفوذ پر ضد د یو مهم جیوپولیټیک فشار نقطه پاتې ده.

د افراطیت د نقش پرتله په سوریه، عراق، او افغانستان کې

د احمد الشرع په څېر سختدریځو مشرانو بدلونونه دا ښیي، چې افراطیت یوازې یو خپلواکه ایډیالوژي نه ده، بلکې د بهرني سیاست د موخو لپاره یو وسیله ده.

په عراق او سوریه کې، سختدریځي د حکومتونو د ړنګولو لپاره وکارول شوه، او کله چې دا موخه ترلاسه شوه، نو دې ډلو نورې اړتیا نه درلودې. خو په افغانستان کې، افراطیت د اوږدمهاله ستراتیژیکو ګټو لپاره لازم دی.

دا یوه واضح نمونه ده؛ کله چې افراطیت د نړیوالو قوتونو ګټو ته خدمت کوي، نو هڅول کیږي. او کله چې اړتیا ورته نه وي، د دې مشران ناڅاپه خپل دریځ بدلوي. له همدې امله، تمه کیږي چې کله افغانستان خپل جیوپولیټیک هدف ترسره کړي، طالبان به هم، لکه د HTS مشران په سوریه کې، خپل دریځ بدل کړي.

پایله

د سوریې او افغانستان پرتله، په ځانګړي توګه د افراطي ډلو رول، د دواړو شخړو تر شا د اساسي جیوپولیټیک توپیرونو له درک پرته ترسره کیږي.

په سوریه کې، اساسي هدف د دولت کمزوری کول و، ترڅو دا د ایران او روسیې یو قوي متحد پاتې نشي. کله چې دا موخه ترلاسه شوه، نو د افراطي ډلو اړتیا پای ته ورسېده.

خو په افغانستان کې، افراطیت د اوږدمهاله ستراتیژیکې بې ‌ثباتۍ لپاره هڅول کیږي، ترڅو چین او روسیه مهار کړي. د طالبانو سختدریځه اداره د افغان کلتور انعکاس نه دی، بلکې د نړیوالو استخباراتو یوه سناریو ده.

جګړه د ایډیالوژۍ پر بنسټ نه، بلکې د ګټو پر بنسټ ده. د افراطیت د بیلابیلو کړنلارو تحلیل، د نړیوالو ستراتیژیو د درک لپاره ضروري دی

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here