د تکواندو دوه افغان لوبغاړي علي اکبر رضایي او سمیر رحماني اسیایي سیالیو کې له ګډون وروسته له چین څخه بیرته هیواد ته را وګرځېدل.
په دغو سیالیو کې رحماني د سرو زرو دوه او رضایي یو مډال تر لاسه کړ.
په یادو سياليو کې سمير رحماني د ۵۸ کيلوګرامو په وزن خپل چينايي سيال ته ماتې ورکړه او لومړى مقام يې خپل کړ.
د دې تر څنګ علي اکبر رضايي هم د ۶۲ کیلو ګرامه په وزن د خپل چینايي سیال ته ماتې ورکړه او هېواد ته یې د سرو زرو مډال وګاټه.
دا سیالۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو د ۲۵۴ لوبغاړو ترمنځ پیل شوې وې.