لیکوال: احمد شاه انګار
سریزه
په استخباراتي عملیاتو کې، کنټرول شوې اپوزیسیون او ستراتیژیکه فریبکاري هغه تخنیکونه دي چې د سیاسي روایتونو د اداره کولو او د مخالفو حرکتونو د کنټرول لپاره کارول کېږي. دا ستراتیژۍ د دې لپاره کارول کېږي چې مخالفین یا خو ایجاد شي، یا پکې نفوذ وشي، تر څو هر ډول سیاسي بدلون د پلان کوونکي د موخو سره سم پاتې شي. د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو داسې ښکاري چې د پاکستان د استخباراتو اداره (ISI) دغه تاکتیکونه کاروي، څو د طالبانو ضد روایت او مخالفو ډلو مدیریت په لاس کې ولري.
ویل کېږي چې ISI د طالبانو ځینې مهم شخصیتونه لکه سراج الدین حقاني، عباس ستانکزی او جنرال مبین د طالبانو د ضد غږ په توګه وړاندې کړي، خو په حقیقت کې دوی ته دنده سپارل شوې چي د طالبانو د رژيم ضد حرکتونه کنترول کړي. دا مقاله د دې استخباراتي ستراتیژۍ تحلیل کوي، د افغانستان پر سیاسي وضعیت یې اغېزې څېړي، او ممکنه ضد اقدامات وړاندې کوي، څو د دې ستراتیژۍ اغېزمنتیا کمه شي.
کنټرول شوې اپوزیسیون او ستراتیژیکه فریبکاري څه ته وايي؟
کنټرول شوې اپوزیسیون Controlled Opposition هغه ستراتیژیک تخنیک دی، چې پکې یوه دولت یا استخباراتي اداره قصداً مخالف مشران رامنځته کوي یا پکې نفوذ کوي، څو د مقاومت لوری کنټرول کړي لکه د ملي مقاومت جبهه NRF او یا هم دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالي شورا.
دا ستراتیژي دې ته زمینه برابروي چې ظاهراً یو اپوزیسیون شتون ولري، خو د هغه عملونه د پلان کوونکي د ستراتیژیکو ګټو پر ضد نه وي.
ستراتیژیکه فریبکاري Strategic Deception بیا یوه بله تخنیکي تګلاره ده، چې د سیالانو، دولتونو، یا ډلو د غولولو لپاره کارول کېږي، څو هغوی د غلطو معلوماتو پر بنسټ تصمیمونه ونیسي.
د افغانستان په شرایطو کې، ISI د کنټرول شوې اپوزیسیون څخه د څو موخو لپاره ګټه اخلي؟
د یوې خپلواکې ضد طالباني ډلې د رامنځته کېدو مخه نیسي.
د واقعي مخالفینو هویت معلوموي او هغوی یا جذبوي، یا یې کمزوري کوي.
ډاډ ترلاسه کوي، چې هر سیاسي بدلون د پاکستان له ستراتیژۍ سره برابر وي.
دا ستراتیژي نوې نه ده؛ په تاریخ کې KGB، CIA، او MI6 هم ورته تاکتیکونه کارولي، څو د نورو هېوادونو سیاسي وضعیتونه مدیریت کړي.
د ISI احتمالي ستراتیژي؛ څلور اړخیزه تګلاره
۱. د اپوزیسیون رامنځته کول او مدیریت
د کنټرول شوې اپوزیسیون تر ټولو مهم عنصر دا دی، چې داسې شخصیتونه ځای پر ځای کړل شي، چې ځانونه د حکومت مخالف وښيي، خو په حقیقت کې د استخباراتو د ستراتیژۍ مطابق عمل کوي. په دې قضیه کې، داسې ښکاري چې ISI سراج الدین حقاني، عباس ستانکزی او جنرال مبین ته دا رول سپارلی، څو د د طالبانو د ضد روایت مشري وکړي، خو د دې حرکت د خپلواک کېدو مخه ونیسي.
په دې توګه، ISI د دې مخه نیسي، چې اپوزیسیون یوه خپلواک ځواک ته بدل شي، چې د پاکستان د ستراتیژیکو موخو پر ضد عمل وکړي. که یوه ریښتینې اپوزیسیون ډله رامنځته شي، نو دا به د افغان ملي هویت او ملي منافعو پر بنسټ وي او د پاکستان نفوذ او حاکمیت به له منځه یوسي . د دې لپاره چې دا ډول اپوزیسیون ایجاد نشي، ISI غواړي د طالبانو ضد روایت مشري د خپلو کسانو
په لاس کنترول کړي.
همدارنګه، دا ستراتیژي ISI ته دا موقع ورکوي، چې واقعي مخالفین وپېژني، بیا یې یا جذب کړي لکه (په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې ISI په ترکیه کې د افغانستان دژغورنې لپاره د ملې مقاومت عالي شورا د غړو سره کتلي او د هغو سره پر یو لړ مذاکراتو بوخت دي) ، یا یې هم کمزوري کړي.
هغه مشران چې د پاکستان د ستراتیژۍ سره سمون ونه لري، یا خو ترور کېږي، یا د معلوماتي جګړې له لارې بدنامېږي.
۲. د روایت مدریت Narrative management او Information Warfare اطلاعاتي جګړه
د ISI بله مهمه ستراتیژي دا ده، چې د طالبانو ضد روایتونو عمومي مسیر کنټرول کړي. اطلاعاتي جګړه د استخباراتي عملیاتو یو حیاتي عنصر دی، چې پکې د عامه ذهنیت مدیریت دومره مهم ګڼل کېږي، لکه د فزیکي قلمرو کنټرول.
د ISI هدف دا دی، چې د طالبانو ضد افکارو تمرکز پر محدودو اصلاحاتو وي، نه پر طالبانو د بشپړ ردېدو. که اپوزیسیون د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ، له پاکستانه د خلاصون، یا د ملي هویت لپاره غږ پورته کړي، نو دا د پاکستان لپاره یو ستراتیژیک ګواښ جوړېږي.
د دې تر څنګ، ISI د ټولنیزو رسنیو له لارې هم د معلوماتي جګړې ستراتیژي عملي کوي. د دوی د نفوذ لاندې فعالان د هغو رهبرانو پیغامونه تبلیغ کوي چې دوي يې ترلاس لاندي کار کوي ، چې د دوی ګټو ته وفادار وي، او په عین وخت کې د خپلواکو شخصیتونو نوم بدوي.
۳. فریبکاري او رواني جګړه (PSYOPS)
د ISI د ستراتیژۍ بله برخه دا ده، چې د خلکو ذهنونه کنټرول کړي. دوی داسې خلک د اپوزیسیون په لیکو کې ځای پر ځای کوي، چې د واقعي مخالفینو اعتماد جلب کړي. بیا، واقعي د طالبانو ضد فعالین چې ورسره تماس نه نیسي، ISI ته معلومېږي، چې ورپسې یا هدفي بریدونه ترسره کوي، یا یې د بدنامۍ کمپاین ته داخلوي.
د دې تر څنګ، ISI د دروغو معلومات خپروي، څو د اپوزیسیون اخلاقي قوت کمزوری کړي. دوی دا تبلیغات کوي، چې د مقاومت مشران سره اختلافات لري، یا دا چې طالبان ډېر قوي دي، څو خلک د مبارزې نه ناهیلې کړي.
۴. د بهرني نفوذ مخنیوی
ISI نه غواړي چې کوم بهرنی ځواک د افغانستان کې د طالبانو د ضد حرکتونو ملاتړ وکړي. که هند، ایران، یا لوېدیځ هېوادونه یو قوي اپوزیسیون پیدا کړي، دا به د پاکستان د ستراتیژۍ لپاره لوی خطر وي.
د دې لپاره، ISI د اپوزیسیون دننه خپل عناصر ځای پر ځای کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې د طالبانو پر ضد هر ډول تغییر به د پاکستان تر کنټرول لاندې وي. د دې ستراتیژۍ موخه دا ده، چې افغانستان خپلواک سیاسي مسیر وانخلي، او پاکستان د افغانستان د راتلونکي تصمیمونو اساسي فکتور پاتې شي.
د دې ستراتیژۍ پایلې
د افغانستان پر سیاسي نظام اوږدمهاله کنټرول؛
که دا ستراتیژي بریالۍ شي، پاکستان به د افغانستان پر سیاست تلپاتې نفوذ ولري.
د واقعي مقاومت کمزوري کول
ریښتینې ضد طالباني ډلې به یا په سیستم کې جذبېږي، یا به وځپل شي.
د پاکستان د ستراتیژیک عمق ساتل؛ افغانستان به د پاکستان د نفوذ له ساحې نه وتلای نشي.
د نړیوالو لوبغاړو بېوسه کول؛ هند، ایران، او لوېدیځ به ونه توانېږي، چې د طالبانو ضد خپلواک متحدین پیدا کړي.
څنګه کولای شو د ISI دا ستراتيژي ناکامه کړو؟
کنټرول شوې څېرې افشا کول؛
د واقعي ژورنالیزم او استخباراتي تحلیل له لارې باید هغه څیرې او اشخاص افشاء کړو چې په اصل کې د پاکستان د منافعو لپاره کار کوي او تمثیل د مخالفت کوي لکه د عباس ستانکزي، مبین او ځیني نور فعالان.
د اپوزیسیون ویشل کېدو مخنیوی؛ د مقاومت مشري باید د یو څو محدودو اشخاصو پر ځای، پر پراخې ټولنې وویشل شي او اساس يي باید ملي روایت وي چې هغه افغانیت یا افغان نشلیزم دی. په دې روایت کي باید ځیني مفاهیم وضاحت ولري لکه:
حالت باید روښانه تعریف شوي وي،چې ایا افغانستان اوس مهال د پاکستان لخوا اشغال دی که نه؟
طالبان څوک دي ایا د پاکستان استازی ځواک Surrogate Army ده او که داخلي افراطي ډله؟
د حل لار څه ده، جګړه او که د سولې مذاکرات، که افغانستان اشغال وي او طالبان بهرنی ځواک وي، نو بیا د سولي مذاکرات باید پر کومو شرایطو وسي او پر کومو مسایلو جوړجاړی ممکن دی؟
د نړیوالو اړیکو پراخول؛ د طالباني ضد حرکتونه باید یوازې پر یو هېواد تکیه ونهکړي، بلکې د څو هېوادونو مرسته ترلاسه کړي.
پایله
د ISI دا ستراتیژي د سیاسي نفوذ یو پیچلی استخباراتي عملیات بلل کېږي. د دې د بریا لپاره، دوی د اپوزیسیون کنټرول، د روایت مدیریت، رواني جګړه، او د بهرني نفوذ مخنیوی کوي.
خو که د دې ستراتیژۍ واقعیت افشا شي، اغېز یې کمېدلای شي. د افغانستان اپوزیسیون باید په هوښیارۍ عمل وکړي، د کنټرول شویو کسانو نفوذ کم کړي، او د نړیوالو سره اړیکې پراخې کړي، څو د پاکستان د نفوذ مخنیوی وشي
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

