د شمالي وزيرستان په دتهخيل سيمه کې وسله والو د پاکستان پر پوځي مرکز برید کې ۱۶ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې.
راپورونه وایي، دغه برید کې وسله والو د پوځي مرکز مخته لومړی موټربم برید کړی او وروسته جګړه رامنځته شوې چې پکې لس پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر ادرسونو ویلي، چې دغه بريد د «سهيل» په نوم د ټيټيپي يو غړي تر سره کړی دی.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

