د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د دې ډلې په غړو غږ کړی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده دې د خدایي په مقام نه نیسي او هغه ته دې د خدای او پیغمبر رتبه نه ورکوي.
ښاغلي ستانکزي په یوه تازه خپاره شوي غږیز کلیپ کې ویلي چې د هبت الله اخوندزاده عبادت دې نه کوي، او د وطن د بربادۍ مخه دې ونیسي.
که هم څه تر دې مهاله د دې څرګندونو مشخص وخت ندی معلوم خو نوموړي ویلي چې د “شريعت خلاف” احکامو ته غاړه نه ږدي او خپل مشر هبت الله اخوندزاده یې مخاطب کړی چې: “موږ ستاسو له امله وطن نه شو ورانولای.”

