د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د طالبانو د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده هغه حکم خپور کړی چې له مخې یې ددغه حکومت هیڅ یو مسوول کس په یوه وخت دوه ځایه دنده نشي کولای.
د دغه حکم پر بنسټ که دغه مسوول کس په ټیټه کچه وي او که لوړ رتبه وي، که دوه ځایه دنده لري، یو ځای دې پریږدي.
دا حکم داسې مهال رسنیز کېږي چې یو شمېر طالبان په حکومتي چوکاټ کې دوه ځایه دندې کوي.
پر دې سربېره بیا دا نیوکه هم کېږي چې د طالبانو حکومت ټولې ادارې له خپل خپلوانو ډکې دي.

