د طالبانو حکومت د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند هرکلی کړی.
د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند د هوکړې له امله له منځګړو هېوادونو په ځانګړې ډول له قطر او مصر څخه مننه کړې.
اعلامیه کې راغلي دا هوکړه په غزه کې د حماس د مقاومت او غزې د خلکو د صبر پایله ده.
دوی ټینګار کړی، چې هوکړه باید په بشپړ ډول عملي او دایمي اوربند ته لاره هواره او غزې ته بشري مرستې پیل شي.
د طالبانو حکومت ویلي، نړیوال باید دا ډاډ تر لاسه کړي چې اسرائیل د هوکړې ټولې برخې په بشپړ ډول پلي کړي.
دوی یو وار بیا ویلي چې د غزې د ستونزو حل د خپلواک هېواد په توګه د فلسطین پېژندل دي.

