زه د خپل سیوري سره ناڅم،
موسیقي اورمه،
ښکلو سیندونو سره مینه کوم،
زه ارمانونو سره مینه کوم،
زما ښکلا،
زما نازونه او رنګ،
د پټولو نه دي،
زه یوه نجلۍ هست شوم، چې ښکلې و اوسم
د دنیا تریخه خاموشي رنګه کړم،
په کړس کړس وخاندمه
خو دوی،
له هغې هوا کرکه لري،
چې ماته ساه راکوي،
زما وېښتان رپوي،
او سوې هېلې،
تر آسمان رسوي
فرشته غني