لیکوال: نجیب ننګیال
سلامونه او احترامات مې ومنئ.
محترم معاون صاحب!
خير او صحت مو غواړم.
د خواله رسنيو له لارې خبر شوم چې متحده ايالاتو ته په سفر راتلونکي ياست. هرکله راشئ او د سفر د کاميابۍ په هيله مو. دا ليک مخکې له دې چې تاسې له ليکلو ور اخوا عملا د کومې سياسي پروسې پېل وکړئ، د رفع مسئوليت په خاطر ليکم. مخکې له دې چې سفر پېل کړئ او په يو لړ ناستو کې خبرې او ګډون وکړئ، څو ټکي مو حافظې ته سپارم. شايد دا هر څه مونږ سره مرسته وکړي چې د جمهوريت د بيا احياء لپاره د ملي انسجام او ملي اجماع په لاره کې ممد ثابت شي. په دې هيله چې ډېر ناصح او ګستاخ مالوم نشم او په سړه سينه یې ولولئ.
لومړی:
خوشاله يم چې دا بلنه مو منلې. د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د اړيکو نشيب و فراز بايد د اړيکو د انقطاع باعث نشي. تاسې بايد د هغه کيڼ اړخو او پاکستان ځپليو ذهنتيونو ښکار نشئ چې دې ته مو وهڅوي د جمهوريت ملاتړي افغانان په نړېوال سټېج منزوي کړای شي. افغانستان او افغانان اړتيا لري چې د ملي ګټو د خونديتوب په رڼا کې د متحده ايالاتو سره بېلانسډ او حسنه اړيکې ولري. په دې هيله چې ستاسې دا سفر د هغه شديد لحن پای وي او د اړيکو يو نوی باب پرانيزئ. زمونږ ملي ګټې زمونږ تر شخصي او دروني احساساتو ډېرې لوړې دي.
دوهم:
ویل کېږي ستاسې ترڅنګ د ځينو جبهو مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوې چې واشنګټن ته سفر وکړي. زمونږ مشوره به دا وي چې ستاسې سفر د افغانستان د اسلامي جمهوريت په استازولۍ تر سره شي او يوازې هغوی در سره مل اوسي چې د شهيد شوي جمهوريت استازي وي، نه د سمتي جبهو او د قومي ګوندونو. د جمهوري روايت او د جمهوريت د نمايندګۍ لپاره لومړی اصل همدا دی چې د خلکو مشروعيت له ځان سره ولري. دا مشروعيت يوازې هغوی لري چې د خلکو د رايې په بنسټ یې اقتدار خپل کړی و. سياسيون او مخور شخصيتونه د جمهوريت د استازو په ملاتړ مکلف دي او همدا به یې د وطن سره لويه ښېګړه وي.
دريم:
تاسې ليکلي و چې د واحد ملي روايت رامنځته کولو په اړه په سلامشورو بوخت ياست. ډېر عالي کار کوئ. غواړو خپل نظر هم درته ووايو. واحد ملي روايت زمونږ په فکر دا دی چې په افغانستان کې بېرته جمهوريت حاکم شي، د ۱۳۸۲ اساسي قانون نافذ شي او افغانستان منتخب ولسمشر ولري. د ۱۳۸۲ اساسي قانون په اساس د منتخب ولسمشر، پارلمان او حکومت رامنځته کېدو مخکې هر نوع نوې طرحې، د سیاسي نظام د تغیر او قانون د تعديل هڅې، نه يوازې دا چې بحران اوږدوي بلکې حل یې هم سختوي. د ۱۳۸۲ اساسي قانون په اړه افغانان قوي اجماع لري او همدا د واحد ملي روايت د تقويت بهترين عامل کېدای شي.
څلورم:
زمونږ ټوله هيله به دا وي چې په ناستو او خبرو کې لومړی د ملي مصالحې د پروسې د پېل غوښتنه وشي. د متعددو جبهو او د نړۍ د مختلفو هېوادونو رول او مداخلو ته په کتلو د نورو په مرسته د جګړو پېل نه يوازې دا چې نتيجه یې سمه نه ده ختلې بلکې بل بحران ته لاره هواروي. که متحده ايالات او د سيمې هېوادونه غواړي افغانستان کې دایمي سوله او ثبات را منځته شي، د اسلامي جمهوريت نماينده اړخ دې په رسميت وپېژني او د څو اړخيز تعامل لړۍ دې پېل کړي. اوسنی يو اړخيز تعامل چې له طالبانو سره کېږي د اعتراض وړ دی.
پنځم:
د افغانستان اسلامي جمهوريت د مرستيال په توګه تاسې باید واحد ملي صف تشکيل کړئ، داسې دفتر ولرئ چې د نړۍ ډيپلوماتيک کانالونه یې په رسميت وپېژني او د نړۍ له هېوادونو سره له همدې ادرسه تماس کې اوسئ. دا به په هېواد کې دننه د مشروع او منتخب حکومت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. که حاکم رژيم له همدې ادرسه د مکررو غوښتنو وروسته هم د ملي مصالحې پروسې ته لبیک و نه وايه، نو په هغه صورت کې به همدا دفتر چې د ټولو افغانانو نماينده دفتر اوسي، د ملي پاڅون لپاره لاره هواروي او دا به دوهم اپشن اوسي چې د ملي اجماع په اساس به یې ټول افغانان په مسئوليت ملاتړ کوي. د اجماع او مالوم سياسي منشور پرته د جنګي جبهو ملاتړ د افغانانو او افغانستان لپاره ګټور انتخاب نه دی.
شپږم:
د دې لپاره چې د ملي مصالحې بهير پيل شي، بايد د افغانستان د ګټو، د ملت د خير او د بل بحران د تکرار د مخنيوي لپاره بايد هغو طالبانو سره چې قلبا په مصالحه باور لري، تماسونه پېل کړئ. مونږ د حذف، جامدې او نه پخلا کېدونکې تګلارې پلوي نه يو او د افغانستان په خير یې نه بولو. د طالبانو له منځه ځینې داسې زيګنالونه شته چې د ملا هيبت الله اخندزاده له تګلارو سره موافق نه دي او غواړي چې د ملي پخلاينې په اساس د يوه معتدله او ملي دولت د تشکيل خوا ته لاړ شي. زمونږ ټولو ګډې هڅې به دا وي چې په دواړو اړخونو کې افراطي، شرغوښتونکي او د ملي پخلاينې ضد کړۍ منزوی، افشاء او ملت ته ښکاره کړو. افغانان شديدا اړتيا لري چې د ثبات او سولې خوا ته لاړ شي. سيال، موډرن، مستقل او په خپل ځان متکي دولت ولري.
اووم:
بيخي ډېرې هڅې کېږي چې افغانان سره ووېشل شي او د دې ملت وحدت زيانمن کړای شي. د يوه مسئول سياستوال او د جمهوريت د لومړي مرستيال په توګه چې افغانانو رایه درکړې، د خلکو تمه له تاسې دا ده چې د يوه ملي سياستوال په توګه ظهور وکړئ او د تاريخي اشتباوو ښکار نشئ. تاسې ښه فرصت لرئ چې افغانستان متحد کړئ او له ټپونو روانه وينه یې ودروئ. تاسې عيني واقعيتونه درک کولی شئ او خبر یئ چې موثره تګلاره کومه ده. له خپلې شاوخوا هغه خلک لرې کړئ چې په واحد افغانستان، هويت او ارزښتونو یې باور نلري. د همدې خلکو غيرمسئولانه څرګندونو په هغو افغانانو کې وېره پيدا کړې چې د طالباني استبداد ضد دي او په واحد افغانستان باور لري. همدا ناسمې او زهر الوده څرګندونې د طالبانو ضد ملي پاڅون په وړاندې لوی خنډ دی.
اتم:
افغانان په مجموع کې او پښتانه په ځانګړي ډول د طالباني رژيم له سقوط وروسته وېره لري چې د ناسم قضاوت ښکار به شي او د ناکرده ګناه په سزاء به و رسېږي. د ۲۰۰۱ کال د طالباني رژيم له سقوط وروسته په شمال او کابل کې د پښتنو سره شوی چلند او پراخ جنايتونه د تاريخ بدرنګې پاڼې دي. دا هر څه د هغه ګنده او زهريله ذهنيت څخه سرچينه اخلي چې فکر کوي طالبان پښتانه دي او پښتانه طالبان. دا په داسې حال کې چې همدا اوس د طالبانو ضد مبارزه کې تر ټولو رسا غږ د پښتنو فعالانو او روڼ اندو دی او يوازې په دې خاطر د طالبانو خلاف دي چې افراطيان دي. ځينې نورې کړۍ د طالبانو ضد مبارزه د دې لپاره نکوي چې طالبان افراطيان دي، بلکې د خپل مريض ذهنيت په بنسټ مخکې ځي او طالبان پښتانه بولي، بناء بايد په خلاف یې وغږېږي. که د طالبانو ضد مبارزه د همدې ذهنيت په اساس تشکيل شي دا نه يوازې دا چې ستونزه نه حلوي بلکې افغانستان په داسې فاجعه اړوي چې د طالباني فاجعې بېرته راتلو ته به دعاوې وکړي. زمونږ احترامانه هيله به داوي چې ستاسې په خبرو او ناستو کې بايد په دې اړه وضاحت موجود اوسي. پښتانه طالبان نه دي، بلکې د طالباني جبر لومړي قربانيان دي، چې د نجات لپاره د هر افغان او ناافغان لاسنيوي ته اړتيا لري.
په دې هيله چې د پورته ټکو او اندېښنو په پام کې نيولو سره د نظر له څښتنانو سره د سلامشورو لړۍ پېل شي او د واحدې ملې پروسې د پېل سبب وګرځي.