دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeکورپاڼههاکان فیدان:له تهران او مسکو مو غوښتي وو، چې د سوریې ملاتړ...

هاکان فیدان:له تهران او مسکو مو غوښتي وو، چې د سوریې ملاتړ ونه کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، د دمشق پر لور یې د سوریې حکومت د مخالفو وسله والو له پرمختګ سره سم له ایران او روسیې غوښتي وو چې د بشارلااسد ملاتړ پرېدي.

نوموړي ویلي، په دې اړه یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې وې او هغوی هم دا مسئله درک کړې وه.

د فیدان په خبره، که تهران او مسکو د بشارالاسد د حکومت ملاتړ هم کړی وی؛ نو بیا به هم تحریرالشام بریا ته رسېده؛ خو هغه وخت به پایله ډېره ویجاړونکې وه.

د یادونې ده، چې مسکو او تهران د سوریې ملاتړي دولتونه وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here