دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeکورپاڼهټرمپ:د حماس مسؤلو ته به داسې سخت ګوزار ورکړل شي چې د...

ټرمپ:د حماس مسؤلو ته به داسې سخت ګوزار ورکړل شي چې د امریکا په تاریخ کې ساری ونلري

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزې کې د حماس ډلې ته خبرداری ورکړی که د لوړې تر مراسمو پورې پاتې برمته شوي کسان خوشې نکړي، د ” جدي عواقبو” سره به مخ شي.

نوموړي ویلي، که د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۲۰ مې برمته شوي کسان خوشې نشي، هغه نیټه چې زه د امریکا ولسمشر کیږم، ناوړه عواقب به ولري.

هغه د اسرائیل څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسیدو لپاره د موافقې غوښتنه لري.

ټرمپ د حماس ډلې ته د خبرداري په توګه لیکلي، “هغوي چې مسؤل دي، داسې سخت ګوزار به ورکړل شي چې د امریکا په تاریخ کې ساری ونلري.”

دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم په دې ټینګار کاوه چې د غزې جګړه به پای ته ورسوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here