سه شنبه, دسمبر 24, 2024
Homeکورپاڼهټرمپ:که د بریکس سازمان په ډالرو راکړه ورکړه ونه کړي؛ نو تعرفه...

ټرمپ:که د بریکس سازمان په ډالرو راکړه ورکړه ونه کړي؛ نو تعرفه به پرې لوړه کړي

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که د بریکس سازمان غړي په ډالرو راکړه ورکړه کمه کړي؛ نو تعرفه به ورباندې لوړه کړي.

نوموړي ویلي، د بریکس سازمان باید کلکه ژمنه وکړي، چې له ډالرو پرته په بل پولي واحد راکړه ورکړه نه کوي.

نوموړی دا څرګندنې داسې مهال کوي، چې ښايي بریکس سازمان راتلونکي کې خپل پولي واحد جوړ کړي.

د یاد سازمان غړو هېوادونو تېره میاشت هم په دې اړه خبرې کړې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here