د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوې خبري ناسته کې یو ځل بیا د جرمني د پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګلا مرکل څخه بخښنه وغوښته.
ښاغلي پوتین چې کرملین کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ۱۷ کاله وړاندې د لومړۍ وزیرې انګلا میرکل سره د کتنې پرمهال د هغه څه له کبله بخښنه غواړي چې د نوموړي د سپي څخه ویریدلې وه.
انګلا میرکل په خپل تازه خپاره کړي یادښت کې لیکلي چې په ۲۰۰۷ کال کې ولسمشر پوتین په قصدي ډول د هغې د ویرولو لپاره خپل سپی مجلس ته راوستی وو.
میرمن میرکل دا کړنه یوه ناخوښه تجربه بللې او لیکلي ښایي ولسمشر پوتین د خپل قدرت د ښودولو لپاره دا کار ترسره کړی وي.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا له میرمن میرکل څخه بخښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې د هغې د وېرولو اراده یې نه درلوده.