دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeکورپاڼهد النصره جبهه: تاریخ، اړیکې او اهداف

د النصره جبهه: تاریخ، اړیکې او اهداف

لیکوال : احمدشاه انګار

د النصره جبهه د سوريې په کورنۍ جګړه کې یوه مهمه وسله واله ډله ده، چې په ۲۰۱۲ کال کې د القاعدې د یوې برخې په توګه رامنځته شوه. دا ډله د سخت دریځه سوني اسلامي نظريې پر بنسټ جوړه شوې او په لومړیو کې يې د القاعدې نړیوالې جهادي مفکورې ته ژمنتیا لرله. د دې جبهې پېل هم د القاعدې د عراق د څانګې څخه وشو چې وروسته په داعش بدله شوه. په لومړي سر کې دواړو ډلو مشترک فعالیت کاوه او د داعش مشر ابوبکر بغدادي د النصره جبهی مشر ابو محمد الجولانی د سوريې لپاره د خپلو ځواکونو مشر ټاکلی و.

ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۳ کې ځان د القاعدې څخه خپلواک اعلان کړ او خپله ډله يې د عراق او سوريې لپاره اسلامي دولت و نومو، بغدادي غوښتل چې خپلې ډلې ته بشپړه خپلواکي ورکړي او ویل یې چې اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې اسلامي خلافت اعلان کړل شي، خو القاعدې بیا ویل چې اوس د خلافت د اعلان وخت نه دی، د دې تر څنګ القاعده د طالبانو سره بیعت ته ژمنه وه او د طالبانو مشر ملا عمر يې خپل امیرالمومنین باله، ابوبکر البغدادي ملاعمر د ټولو مسلمانانو دمشرۍ لپاره وړ کس نه باله او هغه يې جاهل او احمق یادوه. بغدادي غوښتل النصر جبهه چې په سوريه کې ‌د القاعدې څانګه وه د داعش برخه شي.‌

خو د دې ډلې مشر ابومحمد الجولاني بیا د القاعدې د اصولو څخه ملاتړ کاوه. النصره جبهې نه غوښتل چې داعش ته ورګډه شي او خپل تعهد يې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري سره تازه کړ. د دې شخړې په پایله کې دواړه ډلې سره جلا شوې.‌

په د۲۰۱۶ کال کې النصر جبهې خپل نوم بدل کړ او ځان يې د شام د فتح جبهه و نومو. دا بدلون په ظاهر کې د دې لپاره و چې نړیوال فشارونه د ځان څخه کم کړي او د سوریې د اپوزیسیون برخه شي، خو په عمل کې دا بدلون د طالبانو په رکم د دې ډلې د سخت دریځې ایډیالوژۍ لپاره ستراتيژیک ګام ګڼل کیږي.‌
النصر جبهه هم د طالبانو په شکل د نړیوالې جهادي‌ اجنډا څخه لاس واخیست او خپل تمرکز يې پر سوریې وکړ. دا ستراتيژي هم د داعش د راپیدا کېدو وروسته ځکه بدله سوه چې د داعش فعالیتونو پراخ نړیوال غبرګونونه را وپارول.
ټولې هغه ډلې چې القاعدې پوري تړلې لکه طالبان او النصر جبهه د نړیوال جهاد څخه خپله ستراتيژي یوازې په یوې خاصې جغرافيې پورې محدوده کړې.‌

د القاعدې او القاعدې پورې تړلو ډلو نوې ستراتيژي

د داعش را پیدا کېدو او د داعش شدید او وحشیانه برېدونو چې په ټوله نړۍ کې يې ملکیان په نښه کړه، په ځانګړې ډول اکثریت يې خپل مسلمانانو د القاعدې نړیوالې جهادي اجنډا ته سخته صدمه ورسوله. ورسره سم يې په مقابل کې شدید نړیوال غبرګونونه هم را وپارول چې له امله يې دا ډله او ایډیالوژي سخته کمزورې شوې ده.‌

د القاعدې پخوانۍ ستراتیژي دا وه چې د امریکا پښه د شوروي اتحاد په رکم افغانستان ته را کش کړي او بیا دلته ور سره وجنګیږي او دشوري اتحاد په ډول به دلته ماته وخوري او کله چې امریکا ماته وخوري ، په امریکا پورې تړلي دولتونه لکه سعودي،‌ترکیه، مصر او اسرایل به هم له منځه ولاړ شي.‌ خو عملاً داسې ښکاري‌ چې دا ستراتيژي ناکامه شوه.

زه داسې فکر کوم چې القاعدې د همدې امله خپله ستراتيژي‌ بدله کړې اوس غواړي ځیني هیوادونه د خپلو ملاتړو ډلو تر کنترول لاندې راولي لکه افغانستان چې يې د طالبانو تر کنترول لاندې راوستی اوس غواړي سوریه هم د النصر جبهې تر کنترول لاندې راولي، همدارنګه د جنوبي اسیا لپاره يې هم ډلې فعالې دي په ځانګړې توګه پاکستان او بنګله دیش کې چې ممکن راتلونکو کلونو کې هغه ځایونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

سوریه کې د النصر جبهې دا نوي پرمختګونه او جګړه داسې ښايي‌ چې د داعش پاتې شوني هم بیرته النصر جبهې ته جذب شوي ځکه داعش او النصر جبهه په ایډیالوژیک ډول هیڅ توپیر نه لري او مخکې یو سازمان و.

د ملګرو ملتونو څارنې ډلې د وروستیو را پورنونو له مخې القاعده په افغانستان کې په ۱۲ ولایتونو کې روزنیز مرکزونه فعال کړي چې کندهار ، تخار، غزني ، هلمند او نور پکې شامل دي، دا مرکزونه د مدرسو په بڼه فعالیت کوي‌. القاعده افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د یو خوندي ځای په توګه کاروي، که څه هم طالبان ادعا لري چي د دې ډلې فعالیتونه محدود دي، همدا ادعا طالبانو د سپټمبر د ترهګریزو بریدونو مخکې هم کول،‌چي وروسته خپله القاعدې ومنل چې دا بریدونه دوی کړي وه.‌

زه داسې فکر کوم چې سوریه کې د النصر جبهه د القاعدې له لارې د طالبانو سره اړیکې پالي ځکه النصر جبهه همدا د طالبانو بیرغ خپل د بیرغ په توګه کار کوي،‌ د هغه ترڅنګه د النصر جبهې وروستیو جګړیزو پرمختوګونو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې ‌د طالبانو مستعار اکاونټونه پراخ تبلیغات کوي.

د سوني ترهګرو ډلو اصلي اهداف

که موږ لږ د اسلامي هیوادونو تاریخ تـه هم کتنه وکړو دغه څو اسـتخباراتي ایډیالـوژیاني چې د کنترول اغتشاش اصلي بڼې دي لکه دیوبندیزم ، سـلفیزم او وهـابیزم ،په مسلمانـو هیوادونو کې همٻش د کنترول شوي ګډوډۍ د لارې، د مشـروع حاکمیتونـو د جوړٻدو او دهیوادونو د پرمختګ مخنیوی کړی.
کله چې انګریزان په هـند او جنوبي اسیا کې حاکم ول، دلته ډېر مسلمانان اوسٻدل اوپه لـومړيو وخـتو کې مسلمانانو د انګریزي اسـتعمار خـلاف ډېره مـبارزه کول او د دې مـبارزې فکري قـوت او د جګړې مشـروعیت یې د اسلام څخه اخیسته، نـو انګریزانـوپه١٨۶۶ م کال کې هـند کې د دیوبند مدرسـه جـوړه کړه او د خـپلو اسـتخباراتي پـروژو د لارې یې دغـه دیوبندي ایډیالوژي په دې سیمه کې تـرویج کړه او تـر اوسـه دغـه اډیالـوژي په دې سیمه کې د مـلي دولـتونـو د جـوړٻدو مخنیوی کوي ،ان کله چـې افغانسـتان ١٩١٩ م کال کې د انګریزانـو څخه خـپلواکي واخیستله او د یو دولت ملت د جـوړٻدو په حال کې د هـمدې ایډیالوژۍ پلویان وه چې افغانستان کې یې ګډوډي جوړه کړه او دغه پروسه یې د خنډ سره مخ کړه.

همدا ډول امـریکایي څیړنیز خبریال رابـرټ ډرافـوزس په خـپل کتاب د شیطان لـوبه Devil’s Game کتاب کې لیکلي چې انګریزانـو د دې لپاره چې منځني ختیځ د عـثماني امپـراطـورۍ لـه لاسه و باسي او تـر خپل کترول لاندې یې راولي د وهـابي ایډیالوژۍ څخه کار واخیست هـلته یـې د الاخـوان په نوم ډله را پورته کړه چې په دغـه فکر سـمبال وه او هـغه و توانٻدل چې سعودي عربستان او ډېرې نورې عرب میشتې سیمې د عثمانیانو له واکه وباسي.

همدارنګه کله چې د دوهـمې نړیوالې جګړې وروسته په نړۍ کې د دولت ملت او نیشنلیزم د جوړٻدو او خـپرٻدو دوران و، عربـي هیوادونو کې هـم عـرب نیشنلیزم مـخ پـر وده وه او دغه بهیر غـربي هیوادونـو لـپاره ستراتیژیک خـطرونـه رامنځته کولای شول ،ځکه منځني ختیځ د نـفتو لـه اړخـه د غرب لپاره ډیر ارزښت لاره،
نـو ځکه سلفیزم او وهـابیزم د پـان اسـلامیزم تر چتر لاندې سره متحد کړل او عرب نیشنلیزم چې رهبري یې جمال عبدالناصر کوله وځپي.

که اوس هم د النصره جبهې او نورو سني سخت دریځو ډلو شتون ته وګورو ،‌د دې ډلو تمرکز پر روسيې،‌ایران او ممکن راتلونکي کې پر چین و اوسي ،‌ ځکه ایران او روسیه د بشارالاسد د رژیم اصلي ملاتړي دي.‌
دا چي په دې وروستیو کې د اسرایلو پر ضد د ایران ملاتړې ډلې قوي شوي او تر ډیره د سوريې او عراق د لارې ایران د حزب الله او حماس سره مرسته کوي ، نو د النصره جبهې دا فعالیتونه مستقماً اسرایلو په ګټه تمامیږي.‌

پایله

په دې وروستیو کلونو کې د القاعدې او القاعدې پورې تړلو ډلو په ستراتيژيو کې بنسټیز بدلون راغلی ، پخوا القاعدې هڅه کوله چې لویو قدرتونو لکه امریکا پر خلاف جګړه وکړي خو د داعش را پورته کېدو او د هغه پر ضد د مسلمانانو شدید غبرګون ، د القاعدې نړیوالې جهادي موخې هم کمزورې کړې اوس يې تمرکز پر کوچنیو اسلامي هیوادونو لکه افغانستان او سوریه دی.

القاعده غواړي چې د دغو هیوادونو د لاري خپل نفوذ پراخ کړي، ځايي‌ نظامونه بدل کړي او په پایله کي اسلامي خلافت اعلان کړي. افغانستان کې د طالبانو حاکمېدل او سوريه کې د النصره جبهې هڅې د دې ستراتيژي بیلګې دي.

دا بدلون د القاعدې لپاره یوه سیمه ایزه اجنډا جوړوي، چې د نړیوال جهاد له پراخوالي پرته په خاصو جغرافیو کې واک تر لاسه کړي او له هغه ځایه اسلامي خلافت ته لار هواره کړي. دغه ستراتيژي‌ نه یوازي سیمه ایز امنیت ګواښي بلکي په اوږده مهال کې نړیوالې سولې او ثبات ته هم لوي ګواښ ګڼل کیږي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here