د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې په لبنان کې د حزب الله او اسراييل ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي.
ښاغلي ګوترېش پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې د اوربند هرکلی کوي او هیله لري چې دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي، کړاوونو او ویجاړۍ د پای ته رسېدو لامل شي.
بل لورته د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون هم ویلي، چې د دغه تړون ملاتړ او هرکلی کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو امنیتي کابینې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د اوربند طرحه تېره شپه په یوه خوله تصویب کړه.