د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستان سره پر پوله د تګ راتګ او سوداګریزو راکړو ورکړو د لنډمهاله ځنډ لامل تخنیکي ستونزې او د احتیاطي تدابیرو پلي کول دي.
د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي، د دواړو هېوادونو اړوند چارواکي په تماس کې دي او د ستونزې د ژر حل لپاره خبرې کوي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي دروازو کې فعالیتونه زر بېرته عادي حالت ته وګرځي.
ایراني چارواکو د تخنیکي ستونزو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه یې د پولې د بېرته پرانیستل کېدو لپاره مشخصه نېټه اعلان کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې له ایران سره د سوداګریزې لارې د تړل کېدو په اړه نیوکې زیاتې شوې دي.

