یکشنبه, اکتوبر 18, 2026
Homeکورپاڼهافغانستان د کېپ‌ورډ په ماتولو د برازیل د فوټسال سیالیو پایلوبې ته...

افغانستان د کېپ‌ورډ په ماتولو د برازیل د فوټسال سیالیو پایلوبې ته ورسېد

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په شپږ‌اړخیزو سیالیو کې د کېپ‌ورډ لوبډلې ته د ۴-۲ ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره وموندله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه نن یکشنبه سهار وختي په برازیل کې ترسره شوه، چې افغان لوبغاړو په کې څلور ګولونه ووهل.

د معلوماتو له مخې، حمیدرضا حسيني، امید قنبري او سیدحسین موسوي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

افغان لوبډله په داسې حال کې د شپږ‌اړخیزو سیالیو پایلوبې ته رسېږي چې په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو ملي لوبډلې ګډون لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here