سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
Homeامنیتسهیل افریدي: د حکومت د ناکامو سیاستونو له امله پښتونخوا په باروتو...

سهیل افریدي: د حکومت د ناکامو سیاستونو له امله پښتونخوا په باروتو او لمبو کې سوځي

د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل افریدي وايي، د فدرالي حکومت د ناکامو سیاستونو له امله دغه ایالت له اوږدې مودې راهیسې له ناامنۍ او تاوتریخوالي سره مخ دی.

افریدي په اېکس کې لیکلي چې د پوځي عملیاتو او ډرون بریدونو له امله د خیبر پښتونخوا بې‌ګناه خلک وژل کېږي، خو دغو ملکي مرګ‌ژوبلو ته د «ضمني زیان» نوم ورکول کېږي او په بښنې غوښتلو سره موضوع پای ته رسول کېږي.

نوموړي ادعا کړې چې «ترهګري پر خیبر پښتونخوا تپل شوې ده» او ویلي یې دي چې د دغه ایالت د ستونزو د حل لپاره باید د تحریک انصاف د مشر عمران خان تګلاره عملي شي.

افریدي ټینګار کړی چې د ده په باور، د هېواد او ولس خیر هم په همدې تګلاره کې دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here