دوشنبه, اکتوبر 5, 2026
Homeافغانستاند افغانستان او پاکستان اختلاف؛ د مسکو فارمټ ګډه خبرپاڼه تصویب نه...

د افغانستان او پاکستان اختلاف؛ د مسکو فارمټ ګډه خبرپاڼه تصویب نه شوه

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافاتو د مسکو فارمټ د اتمې ناستې د ګډې خبرپاڼې د تصویب مخه ونیوله.

کابلوف ویلي، طالب پلاوي په مسوده کې د ترهګرۍ په تړاو د افغانستان د یادونې په اړه اعتراض وکړ او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د تېر کال په پرتله بدلې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې مسکو فارمټ به له ګډې خبرپاڼې پرته هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د سیمه‌ییزې همکارۍ د همغږۍ لپاره به خپل رول وساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here