په هرات کې یوې بټري جوړوونکې کمپنۍ د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د «ګرین پلس» بټریو یوه محموله عربي هېوادونو ته صادره کړې ده.
د شرکت مسوولان وايي، دا د عربي هېوادونو بازارونو ته د دوی د تولیداتو څلورم صادراتي پړاو دی او د یوه لوی سوداګریز قرارداد له مخې ترسره شوی.
د معلوماتو له مخې، دغه شرکت هره ورځ شاوخوا ۴ زره بټری تولیدوي او د ۵۵۰ کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
شرکت وايي، د کورني بازار د اړتیاوو تر څنګ بهرنیو بازارونو ته هم د صادراتو وړتیا لري.

