د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته، د جګړې د بېلابېلو ښکېلو خواوو د بشري حقونو د جدي سرغړونو ډېری قربانیان لا هم عدالت او جبران ته روښانه لار نه لري.
دغه سازمان د جګړې په اړه په خپل تازه راپور کې د امریکايي ځواکونو د شکنجې، خپلسرو نیونو او هوايي بریدونو، د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو او د امریکا په ملاتړ ملیشو د وژنو او جبري ورکېدنو او د طالبانو او داعش د ملکي وګړو پر وړاندې د بریدونو یادونه کړې ده.
اېچآرډبلیو وايي، په ۲۰۰۹ کال کې د فراه پر یوه کلي د امریکا په هوايي برید کې له ۱۰۰ ډېر ملکي وګړي چې له ۶۰ زیات ماشومان وو، ووژل شول او په ۲۰۱۵ کال کې په کندز کې د بېپولې ډاکټرانو پر روغتون د امریکا برید ۴۲ کسان ووژل.
دغه سازمان وايي، د دغو او ګڼو نورو پېښو په اړه بشپړه حسابورکونه نه ده شوې.
د سازمان په وینا، د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د ټولو ښکېلو خواوو د احتمالي جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو د څېړنې اجازه ورکړه، خو د ځینو اړخونو د جرمونو په اړه تحقیقات د پام وړ پرمختګ نه لري.
اېچآرډبلیو زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره د یوې خپلواکې او هر اړخیزې حسابورکونې میکانیزم د جوړولو پرېکړه وکړه چې د ټولو خواوو د تېرو او روانو جرمونو شواهد راټولوي او د راتلونکو قضايي اقداماتو لپاره یې چمتو کوي.

