د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل افریدي وايي، د فدرالي حکومت د ناکامو سیاستونو له امله دغه ایالت له اوږدې مودې راهیسې له ناامنۍ او تاوتریخوالي سره مخ دی.
افریدي په اېکس کې لیکلي چې د پوځي عملیاتو او ډرون بریدونو له امله د خیبر پښتونخوا بېګناه خلک وژل کېږي، خو دغو ملکي مرګژوبلو ته د «ضمني زیان» نوم ورکول کېږي او په بښنې غوښتلو سره موضوع پای ته رسول کېږي.
نوموړي ادعا کړې چې «ترهګري پر خیبر پښتونخوا تپل شوې ده» او ویلي یې دي چې د دغه ایالت د ستونزو د حل لپاره باید د تحریک انصاف د مشر عمران خان تګلاره عملي شي.
افریدي ټینګار کړی چې د ده په باور، د هېواد او ولس خیر هم په همدې تګلاره کې دی.

