چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeامنیتپاکستان: د مکې دفاعي تړون غړي له حوثیانو سره د سیاسي تعامل...

پاکستان: د مکې دفاعي تړون غړي له حوثیانو سره د سیاسي تعامل په اړه بېړنۍ غونډه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، ایران وړاندیز کړی چې له یمني حوثیانو سره دې د پوځي اقداماتو پر ځای سیاسي تعامل وشي، او د مکې د ګډ دفاعي تړون اړوند کمېټه به راتلونکې اوونۍ په ریاض کې په بېړنۍ غونډه کې پر دې موضوع خبرې وکړي.

ډار ویلي، سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان به په دې غونډه کې د حوثیانو د وروستیو بریدونو په اړه پر راتلونکو اقداماتو پرېکړه وکړي.

د نوموړي په وینا، د غونډې کره نېټه به وروسته اعلان شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ایران له حوثیانو او عراقي ملیشو واټن اخیستی او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي غواړي چې دا موضوع پای ته ورسېږي.

هغه ویلي، تر اوسه د ایران له لوري کوم رسمي او لیکلی وړاندیز نه دی شوی، بلکې موضوع د دوو بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د نظرونو د تبادلې په کچه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here