د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ادعا کړې چې امریکا او اسراییل په ایران کې د داخلي اختلافاتو د زیاتولو هڅه کوي.
پزشکیان ویلي، وروسته له هغې چې له پوځي لارې د ایران د تسلیمولو هڅې ناکامې شوې، د ایران مخالفانو خپل تمرکز کورنۍ تجزیې ته ور اړولی دی.
هغه د ایران د لویو ښارونو له ښاروالانو سره په لیدنه کې د ملي یووالي پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خلکو پراخ ګډون کولای شي د هېواد د ستونزو د حل لپاره مرسته وکړي.
د ایران ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا هم له تاوتریخوالي او سیاسي اختلافاتو سره مخ دي.

