چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeسیمهپزشکیان: د پوځي فشار له ناکامۍ وروسته د ایران د کمزوري کولو...

پزشکیان: د پوځي فشار له ناکامۍ وروسته د ایران د کمزوري کولو لپاره داخلي اختلافات هڅول کېږي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ادعا کړې چې امریکا او اسراییل په ایران کې د داخلي اختلافاتو د زیاتولو هڅه کوي.

پزشکیان ویلي، وروسته له هغې چې له پوځي لارې د ایران د تسلیمولو هڅې ناکامې شوې، د ایران مخالفانو خپل تمرکز کورنۍ تجزیې ته ور اړولی دی.

هغه د ایران د لویو ښارونو له ښاروالانو سره په لیدنه کې د ملي یووالي پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خلکو پراخ ګډون کولای شي د هېواد د ستونزو د حل لپاره مرسته وکړي.

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا هم له تاوتریخوالي او سیاسي اختلافاتو سره مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here