د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکي ولسوالۍ کې د افغان کډوالو پر یوه موټر د ډزو راپور ورکړل شوی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د احمدوال سیمې ته څېرمه د آر سي ډي لویې لارې (N-40) پر سر هغه مهال شوې چې د افغان کډوالو موټر د وسلهوالو د ډزو هدف وګرځېد.
د پولیسو سرچینو ویلي، د پېښې وژل شوي او ټپیان د میر ګل خان روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د برید مسؤلیت چا نه دی منلی او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

