یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeاقتصادټرمپ؛د ایران پر وړاندې بندیزونه تر ۲۰۳۱ کال پورې وغځول

ټرمپ؛د ایران پر وړاندې بندیزونه تر ۲۰۳۱ کال پورې وغځول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې د ایران پر وړاندې موجود بندیزونه پنځه کاله نور هم غځېږي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، ټرمپ د «د ۲۰۲۶ کال د لینډسي او ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» لاسلیک کړی چې په کې پر روسیې د نویو بندیزونو ترڅنګ د ایران د بندیزونو د قانون د تمدید پرېکړه هم شامله ده.

د دغه قانون له مخې، د ۱۹۹۶ کال د ایران د بندیزونو قانون چې د ۲۰۲۶ کال په پای کې یې موده ختمېدله، تر ۲۰۳۱ کال پورې وغځول شو.

د امریکا د استازو مجلس دغه قانون د چهارشنبې په ورځ تصویب کړی و چې مخکې په اګست میاشت کې د سنا له خوا هم منظور شوی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here