د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې د ایران پر وړاندې موجود بندیزونه پنځه کاله نور هم غځېږي.
د سپینې ماڼۍ په وینا، ټرمپ د «د ۲۰۲۶ کال د لینډسي او ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» لاسلیک کړی چې په کې پر روسیې د نویو بندیزونو ترڅنګ د ایران د بندیزونو د قانون د تمدید پرېکړه هم شامله ده.
د دغه قانون له مخې، د ۱۹۹۶ کال د ایران د بندیزونو قانون چې د ۲۰۲۶ کال په پای کې یې موده ختمېدله، تر ۲۰۳۱ کال پورې وغځول شو.
د امریکا د استازو مجلس دغه قانون د چهارشنبې په ورځ تصویب کړی و چې مخکې په اګست میاشت کې د سنا له خوا هم منظور شوی و.

