د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به له ایران د هغو کسانو د وژلو او سخت ټپي کېدو په بدل کې د تاوان غوښتنه وکړي چې په وینا یې، ایران یې په تېرو کلونو کې د سړک غاړې بمونو، بریدونو او بېلابېلو شخړو کې مسؤل بلل شوی.
ټرمپ د ایران د دې غوښتنې په غبرګون کې چې د تېرو پنځو میاشتو جګړې د زیانونو لپاره باید امریکا تاوان ورکړي، ویلي چې د ایران د تاوان غوښتنه ورته «جالبه» ښکاري او دی هم ورته غوښتنه مطرح کوي.
هغه په خپله بیانیه کې د USS Cole پر بېړۍ په برید کې د وژل شویو امریکایانو کورنیو او په نورو جګړو کې د وژل شویو کسانو یادونه کړې او ویلي یې دي چې ایران باید د هغوی کورنیو ته هم تاوان ورکړي.
ټرمپ همداراز یادونه کړې چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د ایران له خوا د وژل شویو لاریون کوونکو کورنیو ته هم باید جبران ورکړل شي. هغه ویلي چې خپلو استازو ته یې لارښوونه کړې، څو د ایران پر وړاندې د تاوان غوښتنه په ټولو راتلونکو مذاکراتو کې شامله کړي.
دا متقابلې غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو پر سر د امریکا او ایران ترمنځ اختلافات موجود دي او تهران د جګړې د زیانونو جبران د تنګي د پرانیستلو له شرطونو بللی دی.

