د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام وايي، پر ایران د سمندري محاصرې له بیا پیل وروسته یې ۵۳ سوداګریزې بېړۍ له خپلو ټاکل شویو لارو اړولې دي.
د سنټکام په وینا، په دې موده کې یې دوه بېړۍ هم له فعالیت غورځولي دي، خو هغو ۳۰ بېړیو ته یې د تېرېدو اجازه ورکړې چې بشري مرستې یې لېږدولې.
امریکايي قوماندانۍ د دې اقداماتو د څرنګوالي او د دوو بېړیو د درولو د دلیلونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي

