شنبه, اگست 8, 2026
Homeاقتصادایمل ولي خان: لومړی خپل کور سمبال کړئ، پاکستان کې د حکومت...

ایمل ولي خان: لومړی خپل کور سمبال کړئ، پاکستان کې د حکومت واکمني له ننګونې سره مخ ده

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، په پاکستان کې د ناامنیو ترڅنګ د غنمو پر لېږد بندیزونه د قومونو ترمنځ د بې‌باورۍ او کرکې د زیاتېدو لامل کېږي.

هغه ویلي چې په پاکستان کې چاودنې کېږي او خلک وژل کېږي، خو د حکومت واکمني هم په ګڼو سیمو کې له ننګونې سره مخ ده. نوموړي د پاکستان دفاع، کورنیو چارو وزیر، د پوځ مشر او لومړي وزیر ته په اشارې ویلي چې «لومړی خپل کور سمبال کړئ.»

ایمل ولي خان همداراز خبرداری ورکړی چې د غنمو او اوړو پر لېږد محدودیتونه د پښتنو ترمنځ دا احساس پیاوړی کوي چې پنجاب ورته غنم نه ورکوي.

د هغه په وینا، که وضعیت دوام وکړي او پښتانه هم د غبرګون په توګه د پنجاب پر لور د برېښنا لېږد بندولو غوښتنه وکړي، نو دا به د پاکستان د قومونو ترمنځ ستونزې لا زیاتې کړي.

نوموړي له حکومت غوښتي چې د داسې پالیسیو له پلي کولو ډډه وکړي چې د پاکستان د بېلابېلو قومونو ترمنځ اختلافات زیاتوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here