شنبه, اگست 8, 2026
Homeاقتصادد امریکا د پوځ مشر: له ایران سره د جګړې د پای...

د امریکا د پوځ مشر: له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د وتلو لار پیدا شي

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال ډان کین د ټرمپ ادارې لوړپوړو چارواکو ته ویلي چې واشنګټن باید له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وتلو یوه لار پیدا کړي.

کین ویلي چې د جګړې د لا پراخولو لپاره موجود پوځي انتخابونه ښايي برعکس پایله ولري او د جګړې اوږدېدل به د امریکا د مهماتو پر زېرمو هم فشار زیات کړي.

د امریکا د پوځ مشر په ورته وخت ډونالډ ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې که امر ورکړل شي، امریکايي ځواکونه کولی شي ایران ته سخت زیان ورسوي؛ خو د امریکا د پوځي ځواک محدودیتونه او د اوږدې جګړې خطرونه یې هم مطرح کړي دي.

د راپور له مخې، د کین له څرګندونو وروسته د ټرمپ د ادارې چارواکو د جګړې د شدت د کمولو او د هغې د پای ته رسولو لپاره د یوې داسې لارې په اړه بحثونه زیات کړي چې حکومت وکولی شي له جګړې ووځي، خو هم مهاله د پرمختګ ادعا هم وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here