د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل اپرېدي د پاکستان د حکومت پر ضد او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره د اسلاماباد پر لور د لوی لاریون اعلان کړی دی.
اپرېدي په پېښور کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د سپټمبر په ۲۷مه به د اسلاماباد پر لور د لاریون مشري وکړي.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۵مه په اسلاماباد کې ونیول شو او وروسته د بېلابېلو قضیو په تړاو ورته د بند سزاوې واورول شوې.
عمران خان او د هغه ګوند تحریک انصاف دغه قضیې سیاسي بولي او وايي د دوی پر ضد د فشار لپاره کارول کېږي.
په ۲۰۲۴ کال کې هم د تحریک انصاف د اعتراضونو پر مهال په اسلاماباد کې د پولیسو او لاریون والو ترمنځ نښتې شوې وې چې په کې مرګژوبله هم رامنځته شوې وه.
تحریک انصاف هغه مهال د خپلو ګڼو پلویانو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

