پنجشنبه, اگست 6, 2026
Homeپښتونخواد عمران خان د نیول کېدو د درېیم کال په مناسبت د...

د عمران خان د نیول کېدو د درېیم کال په مناسبت د پښتونخوا حکومت ستر احتجاج کوي

د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل اپرېدي د پاکستان د حکومت پر ضد او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره د اسلام‌اباد پر لور د لوی لاریون اعلان کړی دی.

اپرېدي په پېښور کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د سپټمبر په ۲۷مه به د اسلام‌اباد پر لور د لاریون مشري وکړي.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۵مه په اسلام‌اباد کې ونیول شو او وروسته د بېلابېلو قضیو په تړاو ورته د بند سزاوې واورول شوې.

عمران خان او د هغه ګوند تحریک انصاف دغه قضیې سیاسي بولي او وايي د دوی پر ضد د فشار لپاره کارول کېږي.

په ۲۰۲۴ کال کې هم د تحریک انصاف د اعتراضونو پر مهال په اسلام‌اباد کې د پولیسو او لاریون والو ترمنځ نښتې شوې وې چې په کې مرګ‌ژوبله هم رامنځته شوې وه.

تحریک انصاف هغه مهال د خپلو ګڼو پلویانو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here