تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د اورکزو قبایلي ولسوالۍ لپاره د خپل مشر معاویه د وژل کېدو پخلی کړی او د هغه پر ځای یې د «محمد» په نوم کس د نوي مشر په توګه اعلان کړی دی.
د دې ډلې په اعلان کې ویل شوي چې د ابوبکر په نوم د دوی بل غړی به د اورکزو ولسوالۍ د نوي مشر مرستیال وي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو معاویه چې احمدالرحمن هم بلل کېده، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د هنګو خزینه بانډې کې د پولیسو پر پوستې د برید اصلي طراح و.
په دغه برید کې ګڼ پاکستاني پولیس وژل شوي وو.
ټيټيپي تر اوسه د معاویه د وژل کېدو د ځای او څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

