چهارشنبه, اگست 5, 2026
Homeپښتونخواټي‌ټي‌پي د هنګو د برید د اصلي طراح او د اورکزو د...

ټي‌ټي‌پي د هنګو د برید د اصلي طراح او د اورکزو د مشر د وژل کېدو پخلی وکړ

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د اورکزو قبایلي ولسوالۍ لپاره د خپل مشر معاویه د وژل کېدو پخلی کړی او د هغه پر ځای یې د «محمد» په نوم کس د نوي مشر په توګه اعلان کړی دی.

د دې ډلې په اعلان کې ویل شوي چې د ابوبکر په نوم د دوی بل غړی به د اورکزو ولسوالۍ د نوي مشر مرستیال وي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو معاویه چې احمدالرحمن هم بلل کېده، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د هنګو خزینه بانډې کې د پولیسو پر پوستې د برید اصلي طراح و.

په دغه برید کې ګڼ پاکستاني پولیس وژل شوي وو.

ټي‌ټي‌پي تر اوسه د معاویه د وژل کېدو د ځای او څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here