د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځي او ملکي کاروانونو د څو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د بلوچ ازادۍ غوښتونکي پوځ (BLA) ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دالبندین په سیمه کې د کوټې ـ تفتان پر لویه لار په تېرو څو ساعتونو کې لږ تر لږه پنځه بریدونه شوي دي.
د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو کاروان، د معدني موادو لېږدوونکي موټرونه او د سونګ ټانکرونه په نښه شوي دي.
همداراز، سرچینې ادعا کوي چې په نښتو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو لږ تر لږه اته غړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د دوی په خبره، د سونګ څو ټانکرونه هم د بریدونو پر مهال سوځول شوي دي.
د بلوچ ازادۍ غوښتونکي پوځ ته نږدې سرچینو ویلي چې دغه بریدونه د پاکستان پر اقتصادي فعالیتونو د فشار راوړلو د پلان برخه ده او په وینا یې، لا هم دوام لري.

