د دوبۍ د قرآن کریم نړیوالې جایزې (Dubai International Holy Quran Award – DIHQA) د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د ۲۹م پړاو اعلان کړی چې د نارینه او ښځینه حافظانو لپاره به په کې له ۳.۳ میلیونه ډالرو ډېرې نغدي جایزې ووېشل شي.
د سیالیو د اعلان له مخې، د نارینهوو د برخې لومړي مقام ګټونکي ته یو میلیون ډالر، دویم مقام ته ۱۰۰ زره ډالر او درېیم مقام ته ۵۰ زره ډالر ورکول کېږي.
د ښځینه حافظانو د سیالیو لپاره هم ورته جایزې ځانګړې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د نړۍ له ۱۲۰ هېوادونو څه باندې ۱۲ زره حافظانو د ګډون لپاره نوملیکنه کړې او لا هم دوام ولري.
ټاکل شوې د سیالیو منتخب ګډونوال د دوبۍ په لویو جوماتونو کې د تراویحو د لمانځه امامت هم وکړي.

